هندوستانی د حيدر اباد قاری «سيد سليمان» چې د تهران د قران د حفظ او تلاوت په اووه ويشتمې نړيوالې مقابلې كښې یې ګډون كړی و د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره خبرو كښې وويل: زۀ چې د حضرت امام خمينی(ره) له انقلابه ورسته د ايران له اسلامی انقلابه څومره خبرتيا لرم هغه دا ده چې ايران د اسلامی كلتور او قرانی علمونو په پراختيا كښې ډېر لوړ ګامونو پرته كړی دی او داسې پروګرامونه د وحدت په غږ سره د فخر وړ دی.
هغه قاری زياته كړه: اسلامی ايران تر ممكنه حده د خپل دې غږ په لاره تلی دی او د مسلمانانو په وحدت او يووالی كښې یې تر ډېر حده اثر كړی دی او هغه پيغام چې ماته د تهران د قران د حفظ او تلاوت په اووه ويشتمې نړيوالې مقابلې كښې ميلو شوی دی، د ملګرتيا، يو والی او د نړۍ د مسلمانانو د وحدت پيغام دی.
613292