IQNA

19:21 - July 15, 2010
د خبر لمبر: 1956027

حضرت ايت الله خامنه ای: د اسلام او انقلاب عطرو د ملتونو زړونه تازه كړی دی ‏

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د انقلاب د صادريدا حقيقی معنا د اسلامی انقلاب د افكارو او د ‏ارزښتونو د عطرو صادريدا وبلله او دې ته په پام سره چې د نړۍ زياتې ټولنې د اسلامی ايران مسولانو ‏ته په خپلو هيوادونو كې ښه ګرم هركلی وایې زياته یې كړه چې د دښمنانو د ډيرو دسيسو او دښمنيو سره ‏سره د اسلام او اسلامی انقلاب عطرو د ملتونو زړونه تازه كړی دی او دا داسې حقيقت دی چې انكار یې ‏نشی كولای. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا‏‎... ‎العظمی سيد علی ‏خامنه ای نن د شيعه يانو د دريم امام حضرت امام حسين عليه سلام د‎ ‎نيكمرغه زوكړې او پاسدار ورځې په درشل كې د ‏ساتندويه ځواك د غړيو او قوماندانانو په‎ ‎كتنه كې د ساتندويه ځواك د بڼه غوره كونې څرنګوالی ته په اشارې سره هغه د ‏خلكو له‎ ‎زړونو، كورونو، پوهنتونونو، ښونځيو او جوماتونو راوتلې اورګان وباله او زياته یې كړه چې دغه اورګان د وخت ‏اړتيا ته پام سره بڼه غوره كړه او په هر ځای او هر‎ ‎ډګر كې چې ضروری وه د انقلاب او هيواد اړتياو ته یې ځواب وركړ‎.
د‎ ‎ټولو قواو قوماندان د مهمو داخلی او نړيوالو پیښو په بيانولو سره ټينګاروكړ درست مسولان‎ ‎بايد د تيرو يو ديرشو كلونو په ‏شان له هر ډول شرايطو سره د مقابلې لپاره چمتو شی ‏
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د كړچار د بدلولو لپاره د هڅې په‎ ‎اړه د امريكای مقاماتو ويناو ته په اشارې سره جوته كړه د ‏دغو ويناو حقيقی مفهوم‎ ‎او مطلب د اسلامی انقلاب د حركت د لارې د بدلولو لپاره هڅه ده‎.
د اسلامی انقلاب‎ ‎معظم لارښود د امريكا پروګرامونه او پلانونې زياتره سياسی وبللې او جوته یې كړه‎ ‎په تير كال فتنې كې ‏امريكايان په ناڅاپه ډګر ته داخل شول او په ډاګه یې له هغو‏‎ ‎كسانو چې واقعا د فتنې د مسوليت پړه یې پرغاړه ده، ملاتړ ‏وكړ، خو د ملت مقاومت او‎ ‎ځيرتيا هغو ته ماته وركړه‎ .
ايت الله خامنه ای په عراق، افغانستان، لبنان‏‎ ‎او فلسطين كې د امريكا د ماتې يادونه وكړه او زياته یې كړه امريكا له ‏صيهونيسټ‎ ‎رژيم سره يو ځای په خپلو ټولو ادعا ګانو سره سره په غزې ټړانګې كې د حماس په نسكورولو كې ناكامه شوه ‏او دغه د نه انكاريدونكی حقيقت نخښه يعنی د واشنګټن ډيرونكې‎ ‎كمزورتياده‎ .
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د بايكاټ د پريكړه ليك صادريدا او له‎ ‎دې سره په يو وخت په ظاهره رنګينو ويناو او د ځينو ‏لويدیځو مقاماتو كله نه كله‎ ‎پوځی ګواښونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ هغوی داسې خبرې كوی چې مونږه فكر‎ ‎وكړو ‏دغو ګواښونو تر شا خطره پټه ده، البته كه ګواښونه خيالی وی او كه‎ ‎حقيقی بې شكه مونږه له اسلامی انقلاب، ګران ملت او ‏وياړونكی ايران د ساتنې لپاره‎ ‎بايد د هر ډول شرايطو لپاره چمتو ووسو.‏‎ ‎
‏614759‏
captcha