د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن د شيعه يانو د دريم امام حضرت امام حسين عليه سلام د نيكمرغه زوكړې او پاسدار ورځې په درشل كې د ساتندويه ځواك د غړيو او قوماندانانو په كتنه كې د ساتندويه ځواك د بڼه غوره كونې څرنګوالی ته په اشارې سره هغه د خلكو له زړونو، كورونو، پوهنتونونو، ښونځيو او جوماتونو راوتلې اورګان وباله او زياته یې كړه چې دغه اورګان د وخت اړتيا ته پام سره بڼه غوره كړه او په هر ځای او هر ډګر كې چې ضروری وه د انقلاب او هيواد اړتياو ته یې ځواب وركړ.
د ټولو قواو قوماندان د مهمو داخلی او نړيوالو پیښو په بيانولو سره ټينګاروكړ درست مسولان بايد د تيرو يو ديرشو كلونو په شان له هر ډول شرايطو سره د مقابلې لپاره چمتو شی
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د كړچار د بدلولو لپاره د هڅې په اړه د امريكای مقاماتو ويناو ته په اشارې سره جوته كړه د دغو ويناو حقيقی مفهوم او مطلب د اسلامی انقلاب د حركت د لارې د بدلولو لپاره هڅه ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د امريكا پروګرامونه او پلانونې زياتره سياسی وبللې او جوته یې كړه په تير كال فتنې كې امريكايان په ناڅاپه ډګر ته داخل شول او په ډاګه یې له هغو كسانو چې واقعا د فتنې د مسوليت پړه یې پرغاړه ده، ملاتړ وكړ، خو د ملت مقاومت او ځيرتيا هغو ته ماته وركړه .
ايت الله خامنه ای په عراق، افغانستان، لبنان او فلسطين كې د امريكا د ماتې يادونه وكړه او زياته یې كړه امريكا له صيهونيسټ رژيم سره يو ځای په خپلو ټولو ادعا ګانو سره سره په غزې ټړانګې كې د حماس په نسكورولو كې ناكامه شوه او دغه د نه انكاريدونكی حقيقت نخښه يعنی د واشنګټن ډيرونكې كمزورتياده .
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د بايكاټ د پريكړه ليك صادريدا او له دې سره په يو وخت په ظاهره رنګينو ويناو او د ځينو لويدیځو مقاماتو كله نه كله پوځی ګواښونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ هغوی داسې خبرې كوی چې مونږه فكر وكړو دغو ګواښونو تر شا خطره پټه ده، البته كه ګواښونه خيالی وی او كه حقيقی بې شكه مونږه له اسلامی انقلاب، ګران ملت او وياړونكی ايران د ساتنې لپاره بايد د هر ډول شرايطو لپاره چمتو ووسو.
614759