د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس صدای افغان یې نقلوی چې ددې سيمينار په افتتاحې مراسمو كې د افغانستان ولسمشر ښاغلی حإمد كرزی پيغام ولوستې شو.
كرزې په خپل پيغام كې ښاغلی علامه سيد اسماعيل بلخی یې ددې هيواد د اسلامی غورځنګ يوبيستګر، مجاهد، شاعر او پوهاند په توګه ياد كړ.
د داخلی او خارجې شخصيتونو او پوهاندو په ګډون سره تر سره كيدونكې دغه سيمينار كې د علامه بلخې لور او د افغانستان د پارليمان غړی صديقه بلخې د علامه بلخی د ژوند په حإلاتو بيانولو سره په دې خبرې ټينګار وكړ چې علامه بلخی د بيان او خبرو ازادی، د فقر په خلاف هڅې او قومی يووالی راوستلو ته ډير زيات اهميت وركول
ويلی شی چې د اهل بيت سترې غونډه، د اسلامی مذهبونو د نږديوالی ټؤلنه او په كابل كې د ايران سنټر په همكارۍ سره دا نړيوال سيمينار تر سره شوی دی.
614457