IQNA

په نړيوالو مقابلو كښې د قران د تفسير زياتول د قران مفاهيم باندې د پوهيدو سبب كیږی

20:13 - July 15, 2010
د خبر لمبر: 1956233
نړيواله ډله: د قران په نړيوالو مقابلو كښې چې په ايران كښې ترسره كیږی، د قران د تفسير زياتول د دې سبب كیږی چې ټول قاريان او حافظان د قران ژورو مطلبونو ته ورسی او د دې مقابلې اثر اواغيزې ورسره نورې هم زياتیږی.
«عباس احمد علی» د قران كريم په اووه ويشتمې دورې په مقابلې كښې ګډون كوونی او د قران په حفظ او برخه كښې د تنزانيا استازی چې د اسلامی هيوادونو د مشرانو په اجلاس كښې ګډون كوونكی دی د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: كه د قران قرائت او حفظ په يوې صحيح نظریې سره او ژور سوچ سره ترسره شی نو ضرور به ډېرې ښې اغيزې ولری.
دا د هغه لومړۍ ځل دی چې د قران په نړيوالو مقابلو كښې ګډون كوی، هغه دا مقابلې ډېر ښې وګڼلې او د دې مقابلې د ترسره كوونكی كمیټۍ درناوې یې وكړ او ویې ويل: په دې مقابلې كښې د ګډون كوونكيو سطحې د قبلولو وړ ده او هر يو كس بايد د مقابلې ګټلو لپاره بايد خپل زيار وباسی.
هغه د دې مقابلو د اثر په هكله وويل: دا مقابلې د دې سبب كیږی چې مسلمانان وروڼه يو بل ښه وپيژنی او د مسلمانانو په اتحاد باندې ښې اغيزې لری.
613307
captcha