IQNA

ايت الله خامنه ای: پاك ژوند (حيات طْيبه) ته د رسيدو لازمه سريزه، د قران پاك ناستې او مقابلې تر سره كول دی

18:36 - July 16, 2010
د خبر لمبر: 1956284
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د قرآن كريم په اووه ‏ويشتمو نړيوالو سياليو كښې له ګډون كونكو، استاذانو او قضاوت او فيصله كوونكو سره په كتنه كې څرګنده كړه پاك ژوند ‏‏(حيات طْيبه) چې هغې په هكله په قران پاك كې وعده او زيرې وركړې شوی دی، ته د رسيدو لازمه سريزه، د قران پاك ناستو او ‏مقابلو تر سره كول دی او د حافظانو او قاريانو تربيت كول دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ قرآن ته د پام په رڼا ‏كښې په نړۍ كښې د ايران د ملت اغيزمن توب زيات شوی او دغه ملت د قدرت په احساس سره د دښمنانو په مقابل كښې ‏ولاړ دی.

د انقلاب ستر لارښود زياته كړه كلونه كلونه هڅی وشوی د قرآن او قرآنی معارفو او د اسلامی امت د زړونو تر مينځ واټن ‏پيدا شی تر دی چی په ځينو اسلامی هيوادونو كښې د اسلام د دښمنانو د رعايت په دليل د جهاد فصل له درسی ‏كتابونووويستل شول .‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای له اسلامی انقلاب مخكې او وروسته د ايران د ‏قرآن حركت په پرتله كولو سره وفرمايل په تيرو ديرشو كلونو كښې مخ په وړاندې ستر حركت پيل شوی او زيات شمير ‏ليواله ځوانان د قرآن با تجربه حافظان او قاريان شوی دی .

ايت الله خامنه ای په دغه كتنه كښې چی د حضرت امام حسين (عليه السلام) د مباركی زوكړی له كليزی سره په يوه وخت د ‏حضرت امام خمينی (رح) په حسينيه كښې وشوه له قرآن سره انس د مسلمانانو په نړۍ او زړه كښې د قرآن د حقيقتونو او ‏معارفو د نفوذ زمينه جوړونكی وباله.

د اسلامی انقلاب ستر لار ښود په دوام كښې قرآن يوه پياوړی الهی رسۍ وبلله او زياته یې كړه قرآن د طيبه ژوند زيری ‏وركړی دی او دا طيبه ژوند هماغه په عزت، امنيت، هوساينې، خپلواكۍ ، علم، پرمختګ، اخلاقو، صبر او زغم سره ژوند ‏دی چی له قرآن سره د انس او په دغه الهی رسۍ د منګلو لږلو په رڼا كې تر لاسه كیږی.‏
‏615062‏
captcha