IQNA

د يمن د قران كريم د حافظانو د درناوې سمينار ترسره شو

21:06 - July 16, 2010
د خبر لمبر: 1956544
نړيواله ډله: د يمن د 195 قرانی حافظانو د درناوی سمينار د چنګاښ د مياشتې په 24 نیټه د قران د ښونې د انجمن «علو الهمة» په مرسته د دې هيواد په صنعا ښار كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الصحوة نت» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا 195 حافظان تقريبا درې كاله د قران په دورو كښې حاضر شو او په اخر كښې یې د علو الهمه د قران د ښوونې د انجمن د ګرمۍ د تعطيلاتو دوره وويله او په بشپړه توګه یې قران حفظ كړ.
د قران د ښونې د انجمن «علو الهمة» مشر «ابراهيم العواضی» په دې هكله وويل: دا سمينار چې غږ یې «يا حملة القرآن» و په دې غرض ترسره شوه چې د ځوانانو فارغ وختونو خصوصا د تعطيلاتو وختونه ډك كړی او هغوی د قران په لور وهڅوی.
615225
captcha