د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «عمون نيوز» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د امريكې د اسلامی اړيكو د شورا مشر «نهاد عوض» په دې هكله وويل: دا شورا د دې طرحې د جاری كولو لپاره د قران د 100 زرو نسخو د چاپ كولو او د امريكې پوهانو او پوهو خلكو ته د خپرولو نيت لری.
هغه په 2010 كال كښې د اردن په الكرك ښار كښې د قران د مقابلو د ګټونكيو د درناوی په پروګرام كښې خبرې كولی او ټينګار یې وكړ: د امريكې ټولنه د اسلامی د دينه په هكله يو كلی فهم لری او دې وخت د امريكې د مسلمانانو ګڼه 4 ميليون كسان دی چې دا ګڼه ورځ تر ورځ زياتیږی.
617190