د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ucide یې نقلوی، د سپين د كاتالونيا د سيمې د څلورو ولايتونو د اسلامی سازمانونو نمايندګان د كاتالونيا (UCIDCAT) د اسلامی انجمنونو په مرسته په بارسلونا كښې راغونډ شو چې د اسلامی ټولنې د مشكلاتو او مخپرتګونو او ضرورتونو په هكله خبرې اترې وكړی.
د كاتالونيا د اسلامی انجمنونو د اتحادیې مشر محمد قيدونی په دې پروګرام كښې په خپلې وينا كښې د اسلامی موسساتو له نمايندګانو مننه وكړه او د اتحادیې د مقصدونو او غرضونو په لور یې اشاره وكړه او ویې ويل: زمونږ يو مهم مقصد دا دی چې د اسلامی غونډو او موسسو په خپلو سيمې كښې رول لا څرګند شی چې په ټولنيزو او كلتوری چارو كښې ورسره مسلمانان پرمختګ وكړی شی.
617474