د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له prnewswire یې نقلوی، "د امريكې د امداد اسلامی خيريه سازمان" مشر «عابد ايوب» په دې هكله وويل: ددې نښان په لاس راوړل د ټولو مسلمانانو لپاره د فخر وړ دی. "د امريكې د امداد اسلامی خيريه سازمان" د امريكې د خپلې خوښې او معتمدو كسانو په مرسته جوړ شوی دی، نو مونږ ټول كوښښ كوو چې په لږې جرچې سره عامو خلكو ته ډېر خدمت ورسوو اود خلكو د باور قدر وكړو.
د خيريه انجمنونو د څیړنې د سازمان(Charity Navigator) په وينا، د اسلامی امداد سازمان د نورو خيريه انجمونونو په نسبت د خپل ډېر او مناسبو خدمتونو په وړاندې كولو سره د اووم كال لپاره "څلور ستوری" نشان ترلاسه كړ.
618189