د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له اباء خبری اژانس یې نقلوی، د قطيف او احساء حقوق دانانو په يوه بيانيه كښې اعلان وكړ: د شيعه ويبلاګ ليكونكی «منير الجصاص» پرته لس كسان نور هم د شيعو ځوانان په زندان كښې دی.
په دې بيانيه كښې راغلی دی «يوسف زاهری» او «محمد اللباد» د قطيف دوه ځوانان دی چې له شپږو مياشتو زياته موده وشوه چې په زندان كښې دې او دا تومت ورباندې لګيدلی دی چې دوی تير كال د عربستان په «العواميه» ښاریې كښې په اعتراضيه غونډې كښې ګډون لاره چې دا غونډه په دې غرض شوې وه چې د عربستان د امر بالمعروف او امنتی فوځ په مدينه كښې د شيعه زوارانو سپكاوی كوی.
د ځينې كسانو اتهام پكښې دا دی چې د امام حسين عليه السلام او نورو غمونو په مناسبت یې اعلامیې او پردې لګولی.
618150