د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نړۍ ا انسانيت ته نجات وركوونكې امام مهدی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د خوشالۍ پروګرامونه او مراسم د اذرباييجان مختلفو ښارونو په جوماتونواو مذهبی ځايونو كې په ډير درناوې سره تر سره شو
په دې مراسمو كې د اهل بيت عليهم السلامو مينه والو او پيروكارو په زيات شمير سره ګډون وكړ
رارسيدلی راپورونو پر اساس د اذرباييجان شيعه ؤ ددې هيواد په مختلفو ښارونو قوبا، لنكران، ماساللی، خاچماز، ګنجہ، جليل آباد او شكی وغيرہ كې دغه مذهبی مراسم او دستورې په تر سره كولو سره د زمانې امام مهدی عليه السلام ته د عقيدت نذرانه وړاندې كړه.
په دې مذهبی مراسمو كې عالمانو او شاعرانو د امام مهدی عليه اسلام د شخصيت او د هغه ژوند له مختلفو اړخونو وڅیړل او د امام په خدمت كې یې شعرونو په وسيله د خپلې مينې څرګندونه وكړه.
622135