د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الدستور یې نقلوی چې د اردن د اسلامی ګوند په نيويارك كې په جوماتونو جوړولوبنديز، همدارنګ په سپين كې په يو جومات بنديز، په فرانس كې د مختلفو جوماتونو سپكاوې او په قدس كې د جوماتونو د سپكاولو په سختو ټكو سره په غندولو سره ويلی دی چې دا مسلمانانو پر ضد تبعيض او د جنګ برابر دی.
اسلامی ګوند د امريكې د كليسا لخوا د ستمبر د يوولسمی نیټې باندې د قران پاك د سوځولو ورځ ټاكل هم محكوم كړ او د يوولسم ستمبر د پیښې د مسلمانانو سره د تړلو يو ناوړه ګام وباله.
د اردن اسلامی ګوند له ټولو غوښتنه وكړه چې هغوی د مسلمانانو پر ضد د تبغيضی چلند د انګريزانو سخت نوټس واخلی او دې په مقابل كې عملی اقدامات واخلی.
622389