IQNA

22:03 - July 30, 2010
د خبر لمبر: 1963980

امامی كاشانی: نړيوال استكبار به له اسلامی ايران سره په دښمنی كې هیڅ ګټه تر لاسه نه كړی

سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی ټينګار وكړ اسلامی ايران تل د ایټمی سونګو د مبادلې لپاره چمتو او تيار دې

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت ا... اما می كا شا نی نن د تهر ان د جمعې لمانځه په دوهمې خطبې كې چې د تهران په پوهنتون كې تر سره شو، د ایټمی سونګو د تبا دلې په هكله د ايران دریځو نو ته په اشا رې سره وويل د ايران مخكينی موافقه په ميز ده او تهران تل په خبرو اترو كې خپل روغ نيت ښو دلې دې او ويلی یې دی چې د ایټمی سونګو د مبادلې لپاره چمتو دې.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب هم دا راز د ايران د بيلا بيلو بايكاټونو لپاره د غليمانو هلو ځلو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د ايران ملت په بيلا بيلو اقتصادی، كلتوری او سياسی زمينو كې د انسجا م په ساتلو سره د غليمانو په وړاندې ودریږی .
ايت ا... امامی كاشانی د تهران درې اړخيزې بيانیې ته په اشا رې سره په دې هكله كې د برازيل او تركیې په لمسولو او د بيانیې له لاسليكيدا وروسته د هغې په وړاندې په كارړنګونو كې د امريكې په سياست نيوكه وكړه او ویې ويل نړيوال استكبار به له اسلامی ايران سره په دښمنی كې ګټه تر لاسه نه كړ.
623296
captcha