IQNA

محمد علی: په امام مهدی عليه السلام عقيده د ابراهيمی دينونو يوه ګډه نكته ده

18:50 - August 01, 2010
د خبر لمبر: 1965300
نړيواله ډله: د ډيرو فرقو او مذهبونو منوونكی په دولسم امام مهدی عليه السلام چې د انسانيت ته نجات وركوونكی دی، باندې پخه ‏عقيده لری او بيا په تيره دا د ابراهيمی دينونو يوه ګډه نكته ده ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انډونشيا د اسمانی كتابونو د انجمن غړی او د پوهنتون پروفيسر ښاغلی ‏محمد علی د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) ته په خپلی ځانګړنی مركې كې وويل چې كه مونږ د ابراهيمی دينونو په هكله لټون ‏او تحقيق وكړو نو مونږ به په دوی كې په امام مهدی عليه السلام باندې عقيده يوه ګډه عقيده چې په دې ټولو دينونو كې شته وګورو ‏چې ټول د ابراهيمی دين منونكی د يو امام منتظر دی خو دا خبره په څو ډوله په مختلفو كتابونو كې بيان شوی ده ‏
هغه زياته كړه چې دا نظريه په ټولو فرقو كې شته لذا ټولو مريدان او منوونكو ته پكار دی چې په دې هكله په ګډه لاره برابره كړو ‏چې امام مهدی عليه السلام ظهور وكړی.‏
محمد علی وويل چې په نړۍ كې اوس هم داسې خلك شته چې هغوی له دې خبرې بې خبره دی نو د ددې خبرې ضرورت دی چې ‏ددې علمی سويه لوړه كړی.‏
‏623340‏
captcha