IQNA

د قران پاك تفسير«تسنيم» شلم ټوك خپور شو‏

19:27 - August 06, 2010
د خبر لمبر: 1967900
د تفكر ډله: د ايت الله جوادی آملی ليكلی د قران پاك تفسير د «تسنيم» په نوم د اسراء موسسې د خپرندویې په مرستې چاپ او بازار ‏ته راغې.‏
د موسسې اسراء د عمومی روابطو غړی ښاغلی روح الله حسينی د د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركې د دې خبر ‏په اعلان كولو سره وويل چې آيت‌الله العظمی جوادی آملی د قران پاك د تفسير تسنيم په شلم ټوك كې د سوره نساء له 84 ايته تر ‏‏126ايتونو پوری تفسير كړی دی.‏
هغه زياته كړه چې دې مفسر په دې ټوك كې د پيغمبر اكرم ځانګړنې ذمې او واجبات، قيامت، قتل ،«جهاد فی سبيل الله»، «برزخ»، ‏‏«هجرت»، «د مسافر لمونځ»، «د جامی لمونځ»، «له سستی نهی كول» و ... په هكله بحث كړی دی. ‏
هغه وويل چې ددې كتاب ټول مخونه 624 او د چاپيدو شمير یې درې زره دی مينه وال كولای شی چې له زياتو معلوماتو لپاره د ‏www.esra.ir‏ ويب پاڼې ته مراجعه وكړی. ‏
‏627488‏
captcha