د موسسې اسراء د عمومی روابطو غړی ښاغلی روح الله حسينی د د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په مركې د دې خبر په اعلان كولو سره وويل چې آيتالله العظمی جوادی آملی د قران پاك د تفسير تسنيم په شلم ټوك كې د سوره نساء له 84 ايته تر 126ايتونو پوری تفسير كړی دی.
هغه زياته كړه چې دې مفسر په دې ټوك كې د پيغمبر اكرم ځانګړنې ذمې او واجبات، قيامت، قتل ،«جهاد فی سبيل الله»، «برزخ»، «هجرت»، «د مسافر لمونځ»، «د جامی لمونځ»، «له سستی نهی كول» و ... په هكله بحث كړی دی.
هغه وويل چې ددې كتاب ټول مخونه 624 او د چاپيدو شمير یې درې زره دی مينه وال كولای شی چې له زياتو معلوماتو لپاره د www.esra.ir ويب پاڼې ته مراجعه وكړی.
627488