د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د ايران افغانستان او تاجكستان ددرو واړو هيوادونو دامنيت برخليك غوټه خوړلې ده او نابلل شوی ميلمانه هیڅكله د سيمې د هيوادونو په ګټه كار نه كوی بلكې د خپلو ګټو په خاطر د سيمې ټول معدنونه چورتلان كوی
او دغه دړماران د سيمې د درو هيوادونو يو موټی قدرت نشی زغملی . هغه روښانه كړه په سيمې كې د ورورولۍ او د سولې د ټينګيدا لپآره د تهران كابل او دوشنبې رغنده ملګرتياوې ډيرې ضروری دی او بايد په سيمې كې د نورو هيوادونو لپاره بيلګه وګرځی
دغه راز د افغانستان ولسمشر حامد كرزی هم د درو فارسی ژبو هيوادونودملګرتياؤ دپراختيا غوښتنه وكړه او وې وئيل په سيمې كې روانو حالاتو ته په پام سره بايد د درو فارسی ژبو هيوادونو ترمينځ پر تجارت سربيره په تعليمی او روزنيزو ډګرونو كې هم ملګرتياوې پراخې شی .
دغه راز د تاجكستان ولسمشر امام علی رحمان هم د مينځنۍ آسيا په سيمې كې د امنيت او ثبات د ټينګيدا لازمه په افغانستان كې تل پاتې امنيت وباله . هغه په دغې ناستې كې د تهران كابل او دوشنبې مشتركاتو ته په اشارې سره وويل د ايران افغانستان او تاجكستان ملګرتياوې په سمیې كې د فارسی ژبو درو هيوادونو لپاره ښې برياوې لری او د ايران افغانستان او تاجكستان ګډپيوندونه په نړيوال بازار كې د فعاليتونو او د شتون د پياوړتيا لپاره اغيز من عامل كيدلی شی
راپو رښئ له غونډې وروسته درو واړو مشرانو د ملګرتيا دوه سندونه او ګډه اعلاميه هم لاسليك كړه
له دغې غونډې وروسته درو واړو ولسمشرانو د خبريالانو په ټول كې په ګډه په دې خبرې پخلی وكړ چې مونږ له اوله دا يقين ؤ چې د سيمې او افغانستان ستونزې له پوځی لارې نه آواریږی بلكې يوازنۍ حل لاره كلتوری او انسانی چارې دی . دوی ووئيل ټول بايد هڅه وكړو چې د اوور لمبې اصلا پورته نه شی او كه چيرې داسې وشول نو بيا بايد چې غلی شی څو د سيمې د خلكو لپاره د ژوند ښه شرائط برابر شی
د اسلامی ايران ولسمشر په دغه خبری كنفرانس كې ووئيل پر دې باور لرو چې د افغانستان پرمختګ او امنيت د درستې سيمې پرمختګ او امنيت دی ټول له هغو شرائطو چې په افغانستان تپل شوی دی كړیږی او په دې چې ګورو د افغانستان ملت كړیږی نو ډير خپه كیږو .بايد د سيمې او په تيره بيا د افغان ولس د هوسائينې او كراری لپاره كار وړكړو چې دا يوازې د سيمې د ملتونو او حكومتونو په وسيله شونی دی او نابلل شوی ميلمانه دې له سيمې ووځی څو په سيمې كې پخپلو لاسونو كراری او امنيت ټينګ كړای شو
626739