IQNA

سيد احمد خاتمی: په لبنان د اسراييلو حمله د اسلامی نړۍ د دریځ معلومولو لپاره وه

19:26 - August 06, 2010
د خبر لمبر: 1967903
سياسی او ټولنيزه ډله: دتهران دجمعې لمانځه خطيب آيت ا... احمد خاتمی نن پخپلو خطبو كې په تيره اوونۍ كې په لبنان د صهونيسټو ‏حمله ته په اشارې سره وويل چې صهيونسټو غوښتو چې دې حملې سره د اسلامی نړۍ دریځ وګوری خو د لبنان د ځواكونو ځواب ‏سره یې دا ځای په سرټیټۍ پریښود او د ايران ، شام او حزب الله د لبنان ځواكونو په حمايت سره صهيونيسټ ناهيلې كړل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دتهران دجمعې لمانځه خطيب آيت ا... احمد خاتمی د امريكائی پوځ د ‏لوئی درستيز جنرال مايك مولن دغوخبرو ته په اشارې سره چې په ايران د حملې پلان په اختيار كې لری وويل امريكا په تيرو ۳۱ ‏كلونوكې ونه توانيدله د ايران په وړاندې كومه غلطی وكړی او اوس هم د ايران د پاك اسلامی جمهوری نظام په خلاف هیڅ ناسنجول ‏شوی اقدام نه شی كولی .‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضددامريكايانو ګواښونه يو نفسياتی جنګ وباله او په عين حال كې ئې ټينګار وكړ، په ‏ايران حمله په درستې نړۍ كې د امريكا ګټې له خطرې سره مخامخوی . ‏
هغه وويل كه امريكا د ايران د اسلامی جمهوريت په وړاندې له صهونيسټ رژيمه استفاده وكړه ، نو دغه جعلی رژيم به د نړۍ له ‏مخه ورك شی . آيت ا... احمد خاتمی دغه راز د ايران په وړاندې دامريكا د دوه ګوڼو سياستونو په شميرلو سره وويل دامريكا ‏حكومت يو دوكه باز او ناكام حكومت دی چې نړيوالو قوانينو ته هیڅ پابندی نه كوی . ‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل كه نړيوال د دنيا د سولې په فكركې وی ، نوپوه شی چې اساسی خطره دغه جعلی صهونيسټی ‏رژيم دی او تر څو چې دغه رژيم موجود وی نو په نړۍ به سوله واكمنه نه شی .‏
‏ آيت ا... احمد خاتمی همداراز د اسلامی انقلاب له لومړنيو راهسې تر اووسه پورې په داخل كې د ځينو سياستوالانو خيانت ته په ‏اشارې سره وووئيل له وطنه د دفاع په ډګر كې غوره او پاك كسان په لومړۍ كرښې كې دی او ډيرو ملی پالو اودغه ډول ادعا ‏كونكو له وطن سره خيانت كړی دی
‏627534‏

captcha