د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الدستور ورځ پاڼې یې نقلوی چې د اردن په اربد صوبی د اوقافو ادارې مشر ښاغلی جمال البطانيه ويلی دی چې په دې ولايت كې دې ادارې د روژی مياشتی د هركلی لپاره ټولې تياريانی پوره كړی دی.
هغه زياته كړه جې د روژې مياشتې لپاره ځانګړن پروګرامونه جوړیږی چې هغه به په مختلفو جوماتونو كې تر سره كیږی.
هغه وويل چې د نبوی سيرت او د قران پاك تفسير په موضؤع مذهبی ويناوو پروګرامونه هم تر سره كیږی.
د اربد د اوقافو ادارې مشر وويل چې په روژې مباركې مياشتې كې د علمی محفلونو د تر سره كولو بندوبست هم شوی دی.
626534