په قرانی چارو كې د ايران د اسلامی كلتور وزير مرستيال ښاغلی حجتالاسلام و المسلمين «حميد محمدی» د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په يوې مركې د دې خبر په اعلان كولو سره وويل چې د قران پاك اتلسم نړيوال نندراتون افتتاح سبا شپې د ميلادی مياشتی اګست په اوومی نیټې د ماښام اوماسخوتن لمانځه نه پس تر سره كیږی.
هغه ورزياته كړه چې په دې ناستې كې به ښاغلی آيتالله مهدوی كنی، د مشهد سپیڅلی ښار د جمعی امام ښاغلی حجتالاسلام و المسلمين سيداحمد علمالهدی د ايران د اسلامی كلتور وزير ښاغلی سيد محمد حسينی او د اسلامی هيواد د قرانی موسسو نږدې پينځه سوه مشرانو په ګډون تر سره كیږی.
حجتالاسلام محمدی وويل چې په دې مراسمو كې به نړيوال قاری ښاغلی سعيد طوسی تلاوت كوی او نورې ډلې به قرانی پروګرمونه تر سره كوی.
د اسلامی كلتور وزير په قرانی چارو كې مرستيال او د قران پاك د اتلسم نړيوال نندارتون مشر په دې افتتاحيه مراسمو كې د دې نندارتون په هكله يو راپور وړاندې كوی
627457