په قرقيزستان كې د المصطفی نړيوال پوهنتون استازی د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په مركی كې د دې مطلب په بيانولو سره وويل چې د المصطفی نړيوال پوهنتون چمتو والی لری چې هغه كسان چې د څیړنو او مطإلعو كار سره مينه لری له هغو دعوت وكړی چې شپږ مياشتې يه يو كال د هغو سره وی او لنډې دورې كې ګډون وكړی.
هغه زياته كړه چې تمه لرو چې په قرقيزستان كې همدغه پروګرام وچلوو يانی دا چې كسان هم په پوهنتون كې مشغول وی او هم ورته دا موقع په لاس ورځی چې د اسلامی تعليماتو استفاده وكړی او زمونږ له كلتوره هم اشنا شی.
هغه وويل چې مونږ اصلی پام ځوانانو او محصلانو ته دی او غواړو چې هغو د ايران په سيل راولو چې ايران وپيژنی ځكه چې د بيشكك اكثره خلك د ايران په هكله ښه اشنایې نه لری.
هغه وويل چې په بيشكك كې د قران پاك مركز جوړولو وړانديز هم مونږ د د المصطفی نړيوال پوهنتون مشرښاغلی اعرافی ته وركړې دی.
627636