IQNA

بريطانيه «د مسلمانو ښځو سياسی رول» نومی نړيوال سيمينار كوربا كیږی

17:16 - August 10, 2010
د خبر لمبر: 1970887
نړيواله ډله: د بريطانيه په برمنګهم ښار كې د راتلونكی ميلادی مياشتی ستمبر په شلمی او يوويشتمی نیټې د برطانيه د «وارويك(Warwick)» پوهنتون د قومی روابطو مطالعو مركز په مرستې سره «د مسلمانو ښځو سياسی رول» نومی نړيوال سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له sociorel، یې نقلوی چې دا سيمينار د نړۍ د مختلفو پوهنتونونو هغه استاذانو چې د برطاينه او فرانس په ټولنو كې د مسلمانو ښځو د سياسی او ټولنيز رول په هكله یې تحقيق كړی ده، په ګډون تر سره كیږی.
په دې سيمينار كې په غير اسلامی هيوادونو كې بيا په تيره د انګلينډ او فرانس په سياسی او ټولنيزو فعاليتونو كې د مسلمانو ښځو رول او ګډون او دد ښځو د دفاع نړيوال سازمانونو سره د دوی اړيكې موضوعات څیړلی دی.
629394
captcha