د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له İHA یې نقلوی چې د ميلادی كال 2010ء د قران پاك كال په ټاكلو او د قران پاك د نازليدو د يو زر څلور سوه كلونو پوره كيدو په مناسبت دا سيمينار د ښاغلی «خليل چيچك(Halil Çiçek)»، ښاغلی «فاروق آرواس(Faruk Arvas)» د سعرت مفتی، د استانبول جومات د جامی امام او خطيب ښاغلی «سوآت ګز توك(Suat Göztok)»، د سعرت ولايت ګورنر «موسی چولاك(Musa Çolak)» د سعرت ولايت د ميونسپل كمیټۍ مرستيال ښاغلی «سيفالدين آيدئن(Seyfettin Aydın)» او ځينې نورو عالمانو او ښاريانو په ګډون تر سره شو.
د قران پاك د تلاوت نه پس د انقره پوهنتونون استاذ ښاغلی خليل چيچك په خپلې وينا كې د نړيوالو كسانو د د معنوی كلام نه د غفلت او تعليماتو نه د بې خبرۍ ته په اشارې سره څرګندونه وكړه. كه مسلمانان او د اسلام منوونكی د قران پاك په تعليماتو عمل كړی وې نو د انسانی ټؤلنې په ننۍ حالت نه و او يو بل شكل به یې درلود د قران پاك بيان دومره خوندور ده چې د دې په مقابل بل څه ښكلی شی نيشته.
په دې مراسمو كې ځينې نورو عالمانو هم ويناوې وكړې او د كلتوری مقابلو كې ګټوونكی كسانو ته انعامونه وركړل شو.
629790