IQNA

17:32 - August 12, 2010
د خبر لمبر: 1972046

محمد نقی لطفی: د جوماتونو پروګرامونه بايد د ځوانانو د ضرورتونو په مطابق وی

ټولنيزه ډله: د ايران د ايلام ولايت د جمعی امام ويلی دی چې د روژی په مباركې مياشتې كې د جوماتونو پروګرامونه بايد د ځوانانو د ضرورتونو په مطابق وی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، د ايلام ښار د جمعی امام ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين "محمد نقی لطفی" د جوماتونو د استازو سره په خبرو اترو كې ويلی دی چې د جوماتونو پروګرامونه بايد د ځوانانو د ضرورتونو په مطابق وی
هغه زياته كړه چې جومات د اسلامی تبليغ او خپرونی يوه ښه وسيله ده لهذا په دې وخت كې بايد جوماتونه خپل رول ولوبوی.
همدار نګ د ايلام ولايت د جوماتونو مشر ښاغلی حسين ملكی ويلی دی چې جوماتونه خپل رول په ښه ډول وړاندې كوی او اوس په ايلام ولايت كې نږدې نوی (90) كلتوری مركزونه په خپل كار بوخت دی.
630605
captcha