IQNA

په كويت كې د روژی د مباركې مياشتې په مناسبت 25 نوی جوماتونه جوړیږی

12:03 - August 13, 2010
د خبر لمبر: 1972280
نړيواله ډله: د كويت د اسلامی چارو او د اوقافو وزارت د روژی د مباركې مياشتې په مناسبت 25 نوی جوماتونه جوړوی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويتی ورځ پاڼې «Kuwait Times» د كويت د اوقافو وزارت د جوماتونو څانګې مرستيال ښاغلی وليد شعيب» ددې خبر په اعلان كولو سره وويل چې په دې نوی جوماتونو كې زيات جوماتونه د مالدارو كسانو په مالی مرستو سره جوړیږی.
هغه زياته كړه چې ان تردې په كويت كې ديارلس سوه (1300) جوماتونه شته دی او دې په پام سره چې هر يو جومات يو امام او يو بانګوويونكی ته اړمن دی له نورو اسلامی هيوادونو غواړو چې د دې جوماتونو چلولو لپاره امامان راولیږی.
هغه وويل چې ددې امامانو او بانګويوونكی قبلولو لپاره خاص شرطونه دی چې پكښې د امام لپاره په اسلامی شريعت كې د پوهنتون مدرك او سند او بانګوونكې لپاره په اسلامی مدرسو كې د تعليم سند بايد وی.
وليد شعيب وويل چې په تيرو څلورو كلونو كې د كويت اسلامی چارو او اوقافو وزارت له مختلفو هيوادونو د روژی مياشتې لپاره راغوښتلی دی چې د كويت په جوماتونو كې تلاوت وكړی. سږ كال هم دې وزارت سلو قاريانو سره ژمنه كړی ده چې هغه قاريان له سعودی عرب، يمن، پاكستان، مصر او شام دی
631126
captcha