سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د روژې د مبارې مياشتې په لومړۍ ورځ ددرست ايران د قرآن پاك دغوره حافظانو،استاذانو او قاريانو په ټول كې په وينا كې جوته كړه چې د قران پاك تعليماتو سره اشنایې د قران پاك د له معارفو او تعليماتو استفادی لازمه وبلله او وې ويل چې د قران پاك تلاوت او حفظ، د قران په تعليماتو د پوهيدا او په هغه باندې عمل كولو سريزه ده
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای په ټولنې په تيره بيا په ځوانانو او ځلميانو كې له قرآن سره د دلچسپۍ زياتيدونكی وده يو لوی نعمت وباله او ټينګار ئې وكړ ممكنه ده د دې معادل هیڅ نعمت نه وی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه غونډه يوه اغيز شيندونكی او په زړه پورې ونډه وبلله او روښانه ئې كړه د قرآن تلاوت او حفظ بايد د قرآن د معارفو د فهم او پرې دعمل لپاره يوه پيلامه شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا....العظمی سيد علی خامنه ای د قرآن قاريانو او حافظانو ته د قرآن په ژباړې د سلطې سپارښتنه وكړه او وې فرمائيل، د قرآن معارف او تعليمات په حقيقت كې د ژوند درسونه دی او د قرآن پر ژباړې تسلط د قرآن په معارفو او معنا د پوهيدا سبب كیږی.
له دغودستورو وروسته چې تر څلورو ساعتونواو ګهنټو پورې ئې دوام درلوده د ماښام او ماسخوتن لمونځ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په امامت سره ادا شو او په غونډې كې شتون درلودونكو له حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای سره يو ځای روژه ماتې وكړ.
631958