IQNA

12:16 - August 19, 2010
د خبر لمبر: 1976808

آيت اللہ مكارم شيرازی: د پاكستان د سيلاب ځپلو امداد په هكله اسلامی نړۍ خپلې ذمه واريانې پوره كړی

سياسی ډله: آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی د پاكستان سفير سره په كتنې كې وويل چې د پاكستان د سيلاب ځپلو امداد په هكله اسلامی نړۍ خپلې ذمه واريانې پوره كړی

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د شيعه ستر مجتهد ايت الله مكارم شيرازی د روانی ميلادی مياشتی اګست په شپاړسمی نیټې پاكستانی سفير سره په كتنې كې وويل چې زه په دې افسوسناكې پیښې غمجن يم او شپه ورځ د سيلاب ځپلو په فكر كې يم.
هغه وويل چې دا يوه لويه او دردناكه پیښه ده او د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازاد انسانانو ته پكار دی چې د په دې سخت وخت كې د پاكستان خلكو مرسته وكړی.
هغه زياته كړه چې مونږ د پاكستانيانو په غم كې هغو سره شريك يوو او سيلاب ځپلو لپاره مو لاسونه د خدای پاك په درګاه كې نيولی دی چې هغوی زر تر زره له دې پیښې او مصيبت خلاص كړی.
يادونه كوو چې ايت الله مكارم شيرازی د پاكستان د سيلاب ځپلو لپاره پينځه اربه ايرانی ريالو امداد اعلان كړی دی او خپلو منوونكو ته یې هم ويلی دی چې هغو د خمس څه برخه د پاكستان سيلاب ځپلو ته ولیږی.
635068
captcha