IQNA

12:17 - August 19, 2010
د خبر لمبر: 1976811

ايت الله خامنه ای: كه امريكې غلطی وكړه نو د مقابلې ميدان به يوازې ايران نه وی

سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود د امريكې د پوځی ګواښ په باب ټينګار وكړ ليرې ښكاری دوی دغه ډول ليوانتوب وكړی خو ټول دې پوهـ شی چې كه دغه ګواښ عملی شی د ايران د ملت د مقابلې ډګر به يوازې زمونږ سيمه نه وی بلكې دغه مقابله به ډير پراخ ميدان ولری

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای پرون مازدیګر د نظام له مسئولانو او چارواكو سره په كتنې كې وفرمايل امريكانيان دې پوه شی چې پر ايران د نورو په څير دباؤنه نه شی اچولی ځكه چې اسلامی ايران به د هيچا پیټی يو نه سی او هر دباؤ ته به په مناسبه طريقه ځواب وركړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم دا راز په اسلامی ملتونو كې د ايران د اسلامی جمهوری حكومت بې ساری ملاتړ ته اشاره وكړه او په تيرو درو لسيزو كې د اسلامی جمهوری نظام له مسئولانو د ملتونو د ولولناك هر كلی په يادولو سره زياته كړه، د ايران ملت په مينځنی ختیځ او د نړۍ په نورو سيمو كې په برياليو او راتلونكی ته له هيلو ډكو سياسی تجروبو سره خپل حركت ته دوام وركوی او دغه واقعيات د اسلامی جمهوريت د څوكو په لور د حركت ثابتوونكی دی.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود سيد علی خامنه ای د خبرو اترو لپاره د امريكې د چمتووالی اعلان يوه تكراری حربه وبلله او د زور او ګواښ په سيوری كې د خبرو اترو په ردولو سره ئې ټينګار وكړ مونږ په دوو موضوګانو كې يعنی د عراق په باب او په يوې بلې موضوع كې چې دوی يوه مهمه امنيتی مسئله بلله، له ورسره مو خبرې اترې وكړې خو هغه تجروبې هم ښئ چې دوی هیڅ كله د خبرو اترو په ميز كوم منطق او دليل ونه لرل، نو د سرزورۍ او په يو اړخيز ډول د خبرو د غوڅولو دړكه كوی،
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام كې د ايران د دښمنانو د جبهې كمزوريكيدا او د اسلامی جمهوريت خوځنده پرمختګ ته په اشارې سره وفرمايل كه څه هم د ايران د اسلامی جمهوريت مخامخ جبهه په سترو دروغو سره ځان نړيواله ټولنه ګڼی خو د دغې جبهې چورليز يوازې امريكا او اسراييل دی.
د انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د ملت د دښمنانو د جبهې مخ په وړاندې كمزوريكيدا د دليلونو په بيانولو كې په نړۍ كې له هر ډول ولسی ملاتړه د امريكې او صهونيسټ رژيم بې برخې كيدا ته اشاره وكړه او زياته ئې كړه، له دغو دوو رژيمونو د ملتونو كركه، په همدا وروستيو كلونو كې په عراق، افغانستان او فلسطين كې په پوځی پیښو كې ئې ناكامی، په درنو اقتصادی كړكيچو كې ښكيليدا، په مينځنی ختیځ كې په خپلو سياستونو كې د هغوی ناكامی او له افغانستان او عراقه د وتلو او يا نيواك د دوام په څير په فيصلو كې د امريكې پاتې راتلل، د ايران د دښمنانو د جبهې د لړزانه كيدا او لالهاندۍ نخښې دی.
ايت الله خامنه ای دغه راز د پرديود پروګرامونو په بيانولو كې اقتصادی دباؤ، پوځی ګواښ، نفسياتی جنګ، او په داخل كې ورانكاريو او سياسی ګډوډيو ته اشاره وكړه او وې وئيل امريكانيان له ټولو پروګرامونو سره سره يعنی د بنديزونو، پوځی ګواښونو او پريكړو سره په يو وخت د خبرو اترو لپاره د چمتووالی خبره كوی.
حضرت ايت الله سيد علی خامنه ای په ایټمی موضوع كې هم يو ځل بيا د سونګو د توليد څرخ د ايران د ملت يو طبيعی حق وباله او ټينګار ئې وكړ د ايران ملت او مسئولان له دغه حقه هیڅكله شاتګ نه كوی او انشاالله په داخل كې د ایټمی بټيو په جوړولو او د هغو د سونګو په توليدولو سره به دغه خپل حق تعقيب كړی.
636835
captcha