IQNA

د اسلامی كانفرنس مشر د پاكستان د سيلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وكړه

12:47 - August 19, 2010
د خبر لمبر: 1976827
سياسی ډله: اسلامی كانفرنس موسيسې سبا د پاكستان د سيلاب ځپلو سره د مرستې لپاره بیړنۍ غونډه جوړوی. دې خبرې اعلان د اسلامی كانفرنس مشر ښاغلی احسان اوغلو وكړ
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د پاكستان د سيلاب ځپلو لپاره د ملګری ملتونو تر اووسه پورې توانيدلی دی له سيل ځپلو سره د مرستو لپاره له هيوادونو او نړيوالو اورګانونو چې د پينځه سوه ميليونو ډالرو غوښتنه ئې كړې ده يو سل شپيته ميليون ډالر ئې ترلاسه كړی دی
راپور ښائی په همدې خاطر د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم سبا په دې اړه بیړنۍ غونډه جوړوی.
په وروستيو سيلابونو كې د پآكستان په بيلابيلو سيمو كې كابو شل ميليون خلك بې كوره شوی دی او دغه سيلابونه هماغه راز په پلوچستان، سند او د پنجاب صوبې په ډيرو سيمو كې دوام لری.
هم دا راز د پاكستان جنګ ورځپاڼې په انټرنیټی سایټ كې راپور وركړی لكه څنګه چې ډير خلك له سيلاب ځپلو سره د مرستو لپاره شپه ورځ هڅې كوی خو ځينی نور هم شته چې پّه دغه وخت كې هم كاربنديزونه كوی او هغه هم هغه ټولنه چې د خلكو د ژغورنې پّه اړه مسيحائی ټولنه بلل كیږی.
راپور ښئ د پنجاب صوبې د مظفرګړ سيمې د ستر روغتون ډاكټرانو او نرسانو له سيل ځپلو سره مرستندويه كارونه پریښودلی او كورونو ته په كاربنديز تللی دی.
البته تر وروستيو پورې د هغوی د دغه كاربنديز علت په باب كوم راپورنه دی تر لاسه شوی دا هم وئيل شوی چې د ډاكټرانو د كاربنديز په نتيجې كې په دغې سيمې كې نن اته كسان مړه شوی ډی.
دغه راز يو بل راپور ښئ د شمالی وزيرستان په سيل ځپلو سيمو كې چې خلك پخپلو مرستو سره د سيلاب له امله له كړيدلو خلكو سره خواخوږی او مرستې كوی، په دغې سيمې كې د ككوږ اوبو د څكلو له امله تر دې دمه شل كسانو خپل ژوند له لاسه وركړی دی چې زياتره پكې ماشومان دی .په ډيره اسماعيل خان او خوا وشا كې ئې په ډيرو كليوالو سيمو كې خلك د لومړنيو خوراكی موادو او د څښاك اوبو د كمښت له امله كړیږی او ورسره په ډيرو سيمو كې هماغه راز د سيلاب اوبه ولاړې دی او غم ځپلی خلك هماغه راز د حكومتی مرستو په تمه دی خو د دغه ډول مرستو هیڅ درك نشته
636347
captcha