IQNA

د قران پاك په نړيوال نندارتون كې د صحيفه سجاديه اردو ترجمه وړاندې شوه

23:09 - August 19, 2010
د خبر لمبر: 1977001
د قرانی كارونو ډله: په تهران كې د قران پاك اتلسم نړيوال نندارتون كې په انجمن انصار المصطفی كتابونو سټال كې د څلورم امام زين العابدين عليه السلام د دعاګانو كتاب صحيفه سجاديه په اردو ژبی كې هم تر لاسه كولای شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران په امام خمينې رحمه الله عليه لوی جومات كې ترسره كيدونكې د قران پاك اتلسم نړيوال نندارتون كې د المصطفی نړيوال پوهنتون سره تړلی د انصإر المصطفی انجمن په كتابونو سټإل كې په دوو ټوكونو كې د مفاتيح الجنان په انګريزۍ ژبه كې ترجمه، د صحيفۀ سجادېې په اردو ژبی كې ترجمه. د قران پاك د ټكو د لړليك په انګريزۍ ژبه كې ژباړه او په دريو ټوكونو مشتمل د سيد قطب د قران پاك تفسير او ترجمه په بنګالی ژبه كې هم ملاویږی.
يادونه كوو چې د د المصطفی نړيوال پوهنتون سره تړلی د انصإر المصطفی انجمن يو كال مخكښې جوړ شوی دی.

636433
captcha