د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والسلمين كاظم صديقی په دې خبرې سره چې د ايران له اسلامی جمهوريت سره د نړيوال په تيره بيا د امريكا د استكبار تضاد ماهوی تضاد دی وويل په دا ډول شرايطو كښې له امريكې سره خبرې كومه معنا نه لری.
كاظم صديقی په عين حال كښې وويل د ايران اسلامی جمهوريت خبرو اترو ته چمتو دی خو داسې خبرې چې يوه اړخيزه نه وی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل د ايران د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته نړيوال استكبار د ايران د اسلامی جمهوريت د سپیڅلی نظام په وړاندې دريدلی ځكه چې نه یې شو كولای د دغه انقلاب اغيزونه په تيره بيا د مسلمانانو ویښتيا وزغمی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی كاظم صديقی دغه راز د ايران د ملت پر ضد د صهيونيسټ رژيم او امريكې ګواښونو ته اشاره وكړه او ویې ويل صهيونيسټ رژيم جعلی هويت لری چې د ايران د اسلامی جمهوريت په معادلاتو كښې ځاې نه لری.
د ويلو ده چې ايران په پاكستان كښې دسيلابونو دراتلو له پيل راهسې تراوسه دغه هيواد ته دمرستو څو پیټی استولی دی او دغه مرستې هماغه راز دوام لری .
637352