IQNA

د مصر په ميوزيم كښې د اسلامی تاريخ له ټولو لويه مجموعه ښودل كیږی

22:37 - August 21, 2010
د خبر لمبر: 1978194
نړيواله ډله: د مصر د اسلامی ميوزيم مشر خبر وركړ چې د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو د اسلامی تاريخ له ټولو لويه مجموعه د مصر په ميوزيم كښې كیښودل كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «KUNA»خبری اژانس یې نقلوی، «محمد عباس» په دې هكله وويل: د مصر اسلامی ميوزيم په 1899 ميلادی كښې جوړ شوی دی، له كلونو وړاندې یې د اسلامی اثارو د جمع كولو كار شورو كړ چې دا اثار له منځه لاړ نه شی او ورك نه شی تر دې چې دا اثار په 1903 كال كښې 7 زرو ته ورسيدل.
هغه زياته كړه: دا ميوزيم په 2003 كښې د اثار د ګڼلو په غرض بند شو او بيا یې د 102 زرو ډولو اثارو اعلان وكړ.
او په 2010 كښې د دې اثار په ترتيب سره كیښودل شوی دی او د نندارې لپاره خلكو ته وړاندې كیږی.
637919
captcha