حجتالاسلام و المسلمين «حميد محمدی» د هيواد قرانی چارو د پراختيا او همانګۍ د مركز مشر او د اسلامی ارشار او كلتور د قرانی وزير ځای ناستی د ايران قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: د قرانی كلتور د پراختيا د شورا پينځمه ناسته د شنبې په ورځ د كلتوری انقلاب د عالی شوار په ځای كښې ترسره كیږی.
هغه د دې شوار په هكله وويل: د دې ناستې مشری د كلتوری انقلاب د عالی شورا مشر په ذمې ده او دا شورا له پينځلسو غړو جوړه شوې ده چې پكښې د اسلامی ارشار او كلتور وزيران، د ښوونې او روزنې وزيران، د هيواد د قرانی او كلتوری بيلا بيلو ګوندونو مشران چې يو ترې د ښیګړې د چارو او اوقافو د سازمان مشر، د سازمان تبليغات اسلامی، د سازمان فرهنګ او ارتباطات اسلامی، په پوهنتون كښې د ايران د ستر لارښود نمايندګان د دې شوار غړی دی همدارنګ د مجلس شورا اسلامی او صدا او سيما نمايندګان هم ددې شورا غاړی دی.
639317