د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له مارب پريس اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا مقابلې د تعز ښار د ځوانانو د كلتوری ملی مركز په هال كښې د روژې د پروګرامونو په لړ كښې شورو شوې.
د تعز ښار د ځوانانو د كلتوری ملی مركز مشر «عبدالله عبدالإله سلام» په دې هكله وويل: د اووم كال لپاره دا مقابلې يو ځل بيا ترسره كیږی او تير كال په دې مقابلو كښې تقريبا 500 قاريانو ګډون كړې و.
هغه زياته كړه: دا مقابلې د دې مركز د اهدافو په لړ كښې د قران كريم د خدمت په توګه او په حفظ كښې د ښځو د توان زياتولو او د قران د خفظ د پراختيا په غرض ترسره كیږی.
640400