د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له قطر ورځ پاڼې الشرق یې نقلوی چې چې ددې نندارتون انتظام د ايران كونسل خانی كړی دی او په دې كې د ايران خوشخط ماهر ښاغلی پهلوان زاده قرانی اثار هم نندارې ته وړاندې كیږی
د ايرانی كونسل خانی مشر ښاغلی محمد مهدی احمدی ويلی دی چې دا نندارتون ځكه دلته لګولی شوی دی چې په ميلادی كال 2010ء لپاره دوحه د اسلامی نړۍ د كلتوری پلازمينې په توګه ټاكلی شوی دی.
هغه وويل چې په دې اړه د قطر د كلتور وزير ښاغلی "محمد بن عبدالعزيز الكواری" هم همكاری كړی دی.
احمدی زياته كړه چې دا ډول نندارتونونو په تر سره كولو سره د عربی او فارسی ژبو تر مينځ اړيكې نورې هم ټينګیږی
639450