په تايلينډ كښې د رسول اعظم(ص) د مؤسسې مشر شيخ قاسم د ايران قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې ټينګار وكړی: جامعةالمصطفی(ص) العالمية په اسلامی نړۍ كښې د يو ځانګړی نړيوال مركز په توګه پيژندی شی چې دا كولی شی چې د ټولې نړۍ مسلمانانو ته دينی او قرانی معارف ورسوی.
هغه همدارنګ د دې كار نامې ته په اشارې سره چې د 89 كال نامه د جامعةالمصطفی(ص) العالمية د مشر حجتالاسلام اعرافی له خوا په دې كال كښې قرانی چارو ته ډېره پام لرنه كړې ده، ټينګار وكړ: مونږ په دې هكله كار كوو چې قرانی كتابونه تاليف او تدوين كړو او تفسيرونه هم تيار كړو، خو په تايلينډ كښې د قران د درس هغه طريقه لا تراوسه هغه زړه طريقه ده او تر اوسه پورې د ايران په شان په نوې طريقو قران ښوول نه دی پيل كړی.
هغه زياده كړه: تر اوسه د آيتالله مكارم شيرازی د تفسير نمونې يو څو ټوكه ترجمه شوی دی او مونږ غواړی چې هغه په تايلينډ كښې چاپ كړو او همدارنګ قران نور پروګرامونه هم زمونږ په پروګرام كښې شامل دی چې ترسره شی.
په تايلينډ كښې پيام اسمانی د قران فصلنامه د دې مدرسې له خوا خپریږی او همدارنګ يو سایټ www.quranrasul.com هم شته چې بيلا بيلې قرانی مقالې لری.
640715