د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قم ښار د اسلامی تبليغاتو ادارې مشر ښاغلی سربراہ حجۃ الاسلام والمسلمين عباس اسكندری ويلی دی چې دينی انجمنو ته د حكومت د ملاتړ سخت ضرورت دی هغه تيره ورځ د مختلفو انجمنو استازو سره په خبرو كې ددې خبرې څرګندونه وكړه
هغه وويل چې كه حكومت د مذهبی انجمنو ملاتړ ونه كړی نو هغه خپلو سترو او لوړو مقصدونو ته نه شی رسيدلی.
سربراہ حجۃ الاسلام والمسلمين عباس اسكندری د قم د مذهبی انجمنو د فعاليتونو په ستايلو سره وويل چې ددې تير وخت ډيرروښانه دی او همدې انجمنو د اسلامی انقلاب په كاميابيدو كې هم ډير اهم رول لوبولی دی.
641243