د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د پوهنتون د جهاد د مركز مشر د محمد حسين يادګاری د ليك متن چې د كلتوری انقلاب د عالی شورا مشر ته یې ليكلی دی، په دا ډول دی:
ګرانه وروره، ولس مشره، ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاده او د كلتوری انقلاب د عالی شورا مشر
زمونږ تاوده سلامونه ومنه
خدای پاك دې د روژې په دې مباركه مياشت كښې چې قران لپاره د سپرلی مياشت ده، ستا عبادتونه قبول كړی، د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهوری اسلامی ايران په تقويم كښې "د قران ملی يا نړيواله ورځ" ټاكلو لپاره څیړنې او هلې ځلې كړی او د ايران د نظام ځينې مشرانو سره یې په دې هكله خبرې اترې كړی دی چې د هغه خبرو او څیړنو لنډيز دې ليك سره تړلی تاسو ته درلیږلی كیږی.
داسې ښكاری لكه څنګه چې تاسو هم د قران په كارونو كښې عملا خپل كار ښودلی دی او ټينګار مو ورباندې كړی دی نو د جمهوری اسلامی ايران په تقويم كښې د قران نړيواله ورځ به زمونږ د هيواد لپاره به د قران محورۍ يوه بله نښانه وی.
هيله من يو، چې د خپلې صلا مطابق له څیړنې وروسته په دې وړانديز باندې اقدام وكړئ.
«د قران نړيواله ورځ» سره تړلی برخه دلته ليدلې شئ!
643907