د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د سه شنبه په ورځ د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمې سيد علی خامنه ای خپل پيغام كې وې فرمايل، بايد په دې حساس وخت كې د اسلامی ورورولۍ په اساس، په خپلو دندو عمل وكړو او له دغو ورونو او خويندو سره د مرستو لپاره ودانګو.
د هغوی پيغام متن دا دی:
ستر اسلامی امت !
د سيلاب غميزه چې پاكستانی مسلمان وروڼه او خويندې یې په سترې ستونزې كې ډوب كړی، هره ورځ نوی اړخونه پيدا كوی.
دغه غميزه د پاكستان له شماله تر جنوبه پورې زياتې سيمې لاندې كړی او ميليونونه مسلمانان یې هم كډوال او بې كوره كړی دی.
د د ې ورانوونكی مصيبت پراختيا سبب شوې چې مرستندوی هم له زياتو ستونزو سره مخامخ شی.
د پاكستان مسلمان ملت په داسې حال كې له دې مصيبت سره مخ شوی چې نيواكګر امريكايی ځواكونه په دوام داره توګه، په چټی پلمو په دغه هيواد حملې او تيری كوی.
شريف مسلمان ملتونه!
د تاوانونو اندازه دومره پراخه ده چې زمونږ ميليونونه مسلمان خويندې او ورونه، خوړ، جامو، د اوسيدو ځای ته اړتيا لری، په عين حال كې د پا كستان د بيخ بينايی تاسيساتو زياته برخه هم نابوده شوې ده.
په خواشنۍ سره نړيوالو موسسو له مصيبت ځپلو سره په مرستو كې په خپلو دندو سم عمل نه دی كړی، دا هغه چاره ده چې د پام وړ ده.
مسلمان ورونه او خويندې!
زمونږه مرستې هر څومره چې وی، د پا كستان د سيل ځپلو د ډيرو پراخو اړتياوو په مقابل كې ډيرې لږې دی، خو بايد په دغه مهم او حساس وخت كې د اسلامی ورورولۍ په اساس، په خپلو دندو عمل وكړو او له دغو مصيبت ځپلو ورورنو او خويندو سره مرستې وكړو.
هغه ټكی چې اسلامی حكومتونه او نړيوالې موسسې ورته پام وكړی له دې مصيبت سره د مقابلې او د مرستو د رسولو په څرنګوالی او په اوږد محاله او لنډ محاله كې د پايلو په اړه د پاكستان د حكومت په طرحو او اجراكې مرسته ده.
هغه چاره چې يقينا، په بیړنيو موقعيتونو كې، هر حكومت په بشپړه توګه په مرستو رسولو كې له ستونزو سره مخ كوی.
646208