IQNA

22:18 - August 31, 2010
د خبر لمبر: 1985669

ايت الله خامنه ای: د انقلابی شعارو په پايبندی كې، د حكومت د كاميابيدو راز دی ‏

سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی ايران له ولسمشر او كابينی سره په كتنه كښې د انقلابی شعارو او له ‏استكبار سره مبارزې ته په پايبندی كې، د حكومت د كاميابيدو راز وباله. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د معظم لارښود د دفتر د ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ‏ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دغه كتنه كښې چی د حكومت د اونيزې او د منافقينو په لاس د انقلاب د ‏لومړيو كلونو د لومړی وزير او ولسمشر شهيد باهنر او شهيد رجايی د شهادت د كليزې په مناسبت وشوه دغه دوه قدرمن شهيدان ېې ‏د كار سمبول او ارښتونو او اصولو ته د بې اغماضه پايبندۍ او مومنانه هڅو سمبول وبلل. ‏
ايت الله خامنه ای كلتوری مسئلو ته د حكومت په ځانګړې پام خوشحالی وښوده او د حكومت د يپلوماتيك خوځښتونه یې د قدرونې ‏وړ وبلل او زياته یې كړه هغه څه چی له سياسی تګ راتګونو او اقداماتو څخه زيات پام بايد ورته وشی د ديپلوماسۍ محتوی او ‏سياست دی. ‏
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د لرليد سند د حكومت يو بل مهم كار وباله او زياته یې كړه د لرليد سند د هيواد د شلو كلونو لاره ده ‏چی حقيقتونو ته په پام سره په ځيرتيا سره برابره شوی ده او بايد په درستو شرايطو كښې ورته پام وشی. ‏
حضرت آيت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب د څلورمی لسيزې شعار ته پام يا په بله وينا عدالت او پرمختګ د حكومت يو بل اړين ‏ګام وباله او په اسلامی شورا كښې یې د پينځه كلن پروګرام جاج ته په اشاری سره هيله وښودله دغه پروګرام په لازم انسجام سره په ‏ډير ښه ډول برابر شی. ‏
حضرت آيت الله خامنه ای د باندنيو چارو وزارت د درستو مسئلو د پلانونې او منسجمولو هدايتولو مسئول وباله چی په يو ډول د ‏نورو هيوادونو سره د اړيكو او بهرنيو سياستونو سره تړاو لری.‏
‏645357‏
captcha