ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «محيط» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د عربستان د الحبيل ولايت د قران كريم د حفظ د انجمن مشر «خالد الجبر» په دې هكله وويل: هيله كیږی چې له بيلا بيلو هيوادونو ډېر كسان په دې پروګرام كښې ګډون وكړی او له دې زده كړې پروګرامه ګټه واخلی.
هغه زياته كړه: دې وخت ډېر داسې د قرانی علموو مينه وال كسان شته چې د ښه استاذ او معلم نه شونې په وجه د قران له زده كړې محروم دی او دا پروګرام هغه كسانو سره مرسته كوی چې په ښه طريقه قران زده كړی.
خالد الجبر وويل: دې وخت 8510 محصلان خويندې او وروڼه په دې انجمن كښې د قران په زده كړه بوخت دی.
647097