د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د علمی حوزو څانګه، چې د خراسان د علمی حوزې د تبليغاتو له دفتره یې نقلوی، د دينی پوښتنو د ځوابونو د ملی مركز د مشرانو او د بهرنيو چارو د وزارت د نمايندګانو مشتركه ناسته په قم كښې د قم د علمی حوزې د تبليغاتو د دفتر د نړيوالو چارو او روابطو د نړيوالې ادارې په مرسته ترسره شو.
د دې كتنې په سر كښې د دينی پوښتنو د ځوابونو د ملی مركز مشر حجت الاسلام و المسلمين مخدوم د دې مركز كارونو او ظرفيت او توان ته اشاره وكړه او په ادامه كې زياته كړه چې دا مركز په بيلا بيلو طريقو د هغه ايرانيانو د دينی پوښتنو ځوابونه هم وركولی شی چې له هيواده بهر دی.
649654