د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Daily Times» ورځپاڼې یې نقلوی، دا نندارتون د په دې غرض ترسره كیږی چې د اسلامی معنوی ارزښت، د اسلامی خوشنويسۍ د هنر رواجول او د پاكستان سيلاب ځپلو سره مرسته وشی. دا نندارتون د پاكستان د ملی هنرونو د شورا (PNCA) له خوا او د دې هيواد كلتور د وزارت په مرسته ترسره كیږی.
په دې نندارتون كښې د 70 خوشنويسانو 150 اثار د پاكستان د هنر په ملی ګيلرۍ كښې وړاندې كیږی.
د قران د ايتونو خوشنويسی او پيغمبر(ص) د نامو او همدارنګ د قران د تختو او اينځورونو ننداره هم وړاندې كیږی.
649523