IQNA

20:08 - September 09, 2010
د خبر لمبر: 1991139

آيت اللہ العظمی صافی ګلپائیګانی: د قران پاك سپكاوی د ټولو پيغمبرانو سپكاوی دی

سياسی او ټولنيزه ډله: آيت اللہ العظمی صافی ګلپائیګانی د قران پاك د سوځولو پیښه ډيره خطرناكه وټاكله ۔

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت اللہ العظمی صافی ګلپائیګانی د امريكې د يوې نجسی كليسې د يو پاپ لخوا د قران پاك د سوځولو ورځ په تر سره كولو سره دا اقدام وغندل
د آيت اللہ العظمی صافی ګلپائیګانی په بيان كې ويلی شوی دی چې قران پاك ټولې نړۍ لپاره ده او د ټولو نيكمرغۍ لپاره ده
هغه زياته كړه چې دا د ټولې نړۍ د مسلمانان لپاره يو سپیڅلی كتاب دی او ورباندې عمل كوی
آيت اللہ العظمی صافی ګلپائیګانی وويل چې ددې سپیڅلی كتاب توهين او سپكاوې د ټولو انبياؤو توهين سره سم دی.
651568
captcha