د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د لوړو زده كړو د مركزونو او د پوهنتون له سلګونو استاذانو سره په كتنې كښې د ايران په اقتدار او عزت كښې د پوهنتون ډير اهميت ته په اشارې سره وويل ايران په ټولو ډګرونو او څانګو كښې علمی جهاد ته ضرورت لری.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د علمی امكاناتو او پوهې په وړاندې كولو كښې دعلمی پرمختلليو هيوادونو انحصار پالنه د علمی غوړيدا په لاره كښې دخنډونو په شمول وباله او جوته یې كړه بايد په ننه جذبې سره په دغه خنډ غلبه وكړو.
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دعملی پرمختګ په لاره كښې موجودو خنډونو ته په اشارې سره وويل په اسلامی كلتور كښې دجهاد معنا په هر ډګر كښې دخنډونو دماتولو لپاره هڅه ده .
650908