د ايران د قرانی خبری اژإنس ايكنا په ګزارش چې د تهران له راديو یې نقلوی، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د كوچنی اختر د لمانځه په خطبو كښې وفرمايل په داسی حال كښې چی د دښمنانو غوښتنه د قدس د نړيوالی ورځی كم رنګه كول او هيرول دی مسلمانانو د نړۍ په زياترو سيمو كښې په پرتمين ډول ولمانځله .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطين د مسئلی د څنډی ته كولو لپاره د نړيوال استكبار د تيرو دريوو لسيزو د هڅو يادونه وكړه او وزياته یې كړه د امريكا او لويدیځ له مغرضانه هڅو سره سره مسلمانانو د اسلامی نړۍ دغه موضوع له حاشیې څخه متن ته راوړله .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په واشنګټن كښې د صهيونست رژيم او د فلسطين د كورواكه تشكيلاتو د سازباز خبرو اترو ته اشاره وكړه او ویې فرمايل له دغو طرحو د لويدیځی نړۍ هدف د صهيونستانو په جنايتونود برغولی ایښودل دی .
د رهبرۍ ستر مقام د بيت المقدس يهودی كول د صهيونستانو ستر جنايت وباله او ویې فرمايل په دغو حالاتو كښې چی د فلسطين ملت له درستو دباوونو سره سره په غيرت او همت سره ولاړ دی اسلامی امت بايد خپله دنده وپيژنی .
د رهبرۍ سترمقام د كوچنی اختر د لمانځه د خطبې په بله برخه كښې د پاكستان سيلاب د اسلامی نړۍ او سيمی بیړنۍ موضوع وبلله او د پاكستان د كابو شل مليونه خلكو سختو او ناوړه شرايطو ته په اشاری سره چی خپګان یې په وينا كښې له ورايه ښكاريده د اسلامی كنفرانس او په درسته نړۍ كښې مسلمانانو ته په خطاب كښې ټينګار وكړ د اسلامی نړۍ دنده د پاكستان له مصيبت ځپلی ملت سره مرسته او ملاتړ دی .
د رهبرۍستر مقام په عين حال كښې د پاكستان د سياسی بې ثباتيو يادونه وكړه او خبرداری یې وركړ ځينی تيریګر او فرصت غواړی قدرتونه نيت لری پاكستان په يوی پوځی اډی بدل كړی .
هغوئ په دغه ډول شرايطو كښې د پاكستان د حكومت د هوښيارتيا په اړتيا ټينګار وكړ .
16921