د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان غړی ښاغلی احد خيری د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې وويل چې ځينی شرپسندو كسانو د يو نيم ارب مسلمانانو زړه زخمی او غمجن كړل دا اقدام په حقيقت كې د صهيونسټو د اسلام دښمنی يوه ښكاره نخښه ده
هغه وويل چې په دې شيطانی كار د دنيا مسلمانان خاموش او غلی نه شی پاتې كيدی بلكې دې پادری ته به مناسب ځواب ملاو شی.
هغه وويل چې د قران پاك توهين او سپكاوی په حقيقت كې د ټولو اسمانی دينونو سپكاوی دی.
654713