IQNA

د قران كريم سپكاوی د استعمار ناوړه څيره وښودله ‏

21:45 - September 16, 2010
د خبر لمبر: 1995266
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران دپوهنتونونو محصيلينو دخپلو اعتراضيه لاريونونو په پاې كښې وويل د قران كريم سپكاوی داستعمار ‏ناوړه څيره وښودله .‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د پوهنتونونو محصيلينو چې په امريكا كښې قران مجيد ته د ‏سپكاوی په اعتراض كښې یې په ايران كې دسويزرلينډ دسفارت مخه ته مظاهرې كولې په يوې بيانیې كښې ويل يوځل بيا دلويدیځو ‏هيوادونو كينه څرګنده شوه او ددنيا دڅه دپاسه يونيم ميليارډه مسلمانانو زړونه یې وځورول او لويدیځې نړۍ په دغه كار سره ثابته كړه ‏چې داسلام او قران كريم له بنسټ سره مشكل لری .‏
په دغه بيانې كښې راغلی دی په لويدیځ كښې دقران مجيد سوزول به په مينځنی ختیځ كښې دلويدیځ استازی يعنی صهيونيسټ رژيم ‏ژوند سخت كړی او دلويدیځ ځينې مادی امكانات او فرصتونه بايد ددغه رژيم دامنيتی ضريب دزياتولو لپاره وكارول شی .‏
‏655741‏
captcha