د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دامام خمينی مرستندويه كمیټې دغه راز له ولسه ئې غوښتی چې نغدې پيسې هم ددغې كمیټې په بانكی حساب كې واچوی چې د ايران په ملی بانك كې ئې دغه شميره ۱۱۲۳ ده او دغه راز ددغه بانك په اې ټی ايم برخو كې هم دغه نغدې پيسې جمع كولی شی
دغه راز دايران دسرې مياشتې ټولنې هم په يوې اعلامیې كې وئيلی دی نن دپاكستان له ولس سره دپيوستون دمرځې له لمانځلو سره په يووخت دزاهدان له لارې پاكستان ته زر ټنه مرستو جوپه لیږل كیږی د ايران د سرې مياشتې مشر ووئيل تر دې دمه د پاكستان له سيل ځپلو سره دمرستو لپاره په ۸۳۰ ټنو مشتملو مرستو پنځلس جوپې دغه هيواد ته لیږل شوی دی چې ارزښت ئې درې ميليارډ او درې سوه ميليون تومان دی . دغه راز د طبی اړتيا لپاره دغه هيواد ته په اوو ډاكټرانو مشتمله يوه طبی ډله هم لیږل شوې ده
دا په داسې حال كې دی دايران د اسلامی جمهوريت حكومت پر ولسی مرستو سربيره د پاكستان له سيل ځپلو سره د مرستو لپاره سل ميليون ډالر بيل كړی دی.
دايران داسلامی جمهوريت دامام خمينی ره امداد كمیټۍ وويل ددغه كمیټۍ پينځلس زره مركزونه دپاكستان له سيلاب ځپليو سره دايران ددوستو خلكو دنقدو او غير نقدو مرستو دترلاسه كولو لپاره چمتو دی او دايران په ملی بانك كښې دامام خمينی ره دامداد كمیټۍ ۱۱۲۳ اكاونټ دنقدو مرستو دترلاسه كولو لپاره چمتو دی .
دايران داسلامی جمهوريت دسرې مياشتې هلال احمر ټولنې مشر ابوالحسن فقيه هم وويل په ايران كښې دپاكستان له سيلاب ځپليو سره دپيوستون له و رځې سره په يو وخت نن زر ټنه مرستې دايران په جنوب ختیځ كښې دزاهدان له سرحده پاكستان ته ورځی .
دايران دسرې مياشتې مشر دې ته په ا شارې سره چې دپاكستان دسيلاب ځپليو ترټولو مهم ضرورتونه ، سرپناه ، خوراكی مواد ، درمل او اوبه دی زياته كړه دايران سرې مياشتې هلال احمر په پاكستان كښې ددريو كيمپونو په جوړولو سره دسيلاب ځپليو خلكو دضرورت وړ شيان هغوې ته وركړی .
دايران دسرې مياشتې مشر وای تراوسه پاكستان ته دايران ۸۳۰ ټنه مرستې استول شوی دی .
دايران داسلامی جمهوريت دسرې مياشتې د ژغورنې او دامداد موسسې مشر محمود مظفر هم په دې خبرې سره چې ايران دپاكستان دهرې سيلاب ځپلی صوبې لپاره لس كيمپونه جوړوی وويل په بلوچستان كښې په كویټه او دپنجاب صوبې دمركز لاهور په ۷۰۰ كلومیټرۍ كښې كيمپونه پرانستل شوی دی .
دايران دغه مسول زياته كړه دپاكستان په سيند صوبې كښې دايران كيمپ دپاكستان دسيلاب ځپليو لپاره دسرپناه ، هره ورځې خواړو، درملو او درملنې خدماتو سره لومړنی كيمپ وو او د غه راز دځای ځواكونو په ملګرتيا سره په سيند صوبې كښې لس كوچنی كيمپونه جوړ شول .
دپاكستان سيند صوبه سيلاب دنورو صوبو په نسبت ډيره ځپلی ده .
دايران دسرې مياشتې دژغورنې او امداد موسسې مشر مظفر دغه راز دخدماتو درسولولپاره په نوبت سره سل مرستندويه چې ددرملنې او مرستې كادر پكښې شامل دی پاكستان ته درسولو خبر وركړ .
دايران دروغتيا چارو وزيرې مرضيه وحيد دستجردی هم وويل دپاكستان دضرورتونو داعلان په بڼه كښې په دغه هيواد كښې دسيلاب ځپليو خلكو داړتيا وړ وينې دتامينولو لپاره هیڅ مشكل نشته .
دخواړو دنړيوال پروګرام مشرې ميرمن جوزت شيران دپاكستان خلكو ته دايران دمرستو درسونې په قدرونې سره ددغه هيواد دسيلاب ځپليو خلكو دناوړه حالت په بيانولو سره وويل دپاكستان دشپيته فيصده ارتباطی لارو غوڅيدل له سيلاب ځپليو سره دمرستو درسونې دعملياتو لپاره ستر خنډ دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا لله خامنه ا ی دكوچنی اختر دلمانځه په خطبو كښې دپاكستان دملت په كړاو درد دخواشينې په څرګندولو سره دپاكستان له سيلاب ځپليو سره مرسته داسلامی نړۍ ترټولو سمدستی مسله او موضوع وبلله .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود دايران له ملت او حكومت او نورو اسلامی حكومتونو او ملتونو او داسلامی كانفرنس موسسې په شمول اسلامی ټولنو او دنړۍ په هرې سيمې كښې له مسلمانانو وغوښتل په ټول توان سره دپاكستان له ملت او حكومت سره مرستې وكړی او دپاكستان دسيلاب ځپليو خلكو بيلابيلې ضرورتونه پورې كړی .
دايران اسلامی جمهوريت دپاكستان ددوست او ګاونډی هيواد په توګه په دغه هيواد كښې دورانونكی سيلاب له پيليدا څخه له سيلاب ځپليو سره مرستو ته ورودانګل او دپاكستان مقاماتو ويلی دی ايران دپاكستان له سيلاب ځپليو سره په مرسته كونكو لومړيو دريو هيوادونو كښې راځی .
په پاكستان كښې سيلابونو چې ددغه هيواد په تاريخ كښې ترټولو ستره غميزه ګڼل كیږی ددغه هيواد پينځمه برخه خاوره لاندې كړی ده او څه دپاسه دوه زره كسان یې وژلی او دشل ميليونو خلكو ژوند یې ګډوډ كړی دی.
655885